د قومي احتساب بیورو (نیب) ډله د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د توشه خانې او د ۱۹۰ میلیونو پاونډو درغلۍ کېس کې د نیولو لپاره اډیاله جېل ته رسېدلې ده.

باغي ټي وی رپورټ
د جیل ذرائعو ترمخه د نیب راولپنډئ ټیم د اسسټنټ ډائریکټر آصف او وقار الحسن په مشرۍ کښې اډیاله جیل کښې موجود دی.
نن د اسلام آباد احتساب عدالت د پي ټي آئي د چيئرمين د ګرفتاري وارنټ جاري کړي او عدالت د اډياله جيل سپرنټنډنټ ته د ګرفتاري وارنټ عمل کولو هدايات جاري کړي دي۔
د سرچينو ترمخه دنيب ټيم به دپي ټي ائي چيئرمين څخه د190 ملينو پاونډ په معامله کې پوښتنې کوي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيئرمېن تر دې وړاندې هم په اډياله جېل کښې بندي دے او د سکيورټي انديښنو له وجې د هغه مقدمه په جيل کښې روانه ده۔






