مسلم ليګ (ن) د پاکپتن حلقه پي پي 193 نه د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې او د پخواني لومړي وزير عمران خان د ميرمن بشرا بي بي د زوم ميا حيات مانيکا پر ځاى فاروق مانيکا ته د ټکټ ورکولو غور پيل کړى دى.
باغي ټي وی رپورټ
د سرچينو ترمخه ميا حيات مانيکا دپخواني وزير عطا مانيکا زوي اؤ دبشري بي بي زوم دى، ميا حيات مانيکا د٢٠١٨م په انتخاباتو کې دمسلم ليگ(ن) په ټکټ برخه اخستې وه اؤ فاروق مانيکا ازاد اميدوار وؤ. د مسلم لیګ ن د ټکټ نه ترلاسه کولو وروسته ټاکنو ته ولاړ وو
سرچينې وائي دپارټۍ څخه دفاروق مانيکا ناراضي ختمه شوې ده اؤ هغه دپخواني وفاقي وزير رانا ثناء الله سره پريس کانفرنس ته راغلى دى.
سرچينې وائي چې فاروق مانيکا دمسلم ليگ(ن) دپخواني ايم اين اے رضا مانيکا ورور دى.
په دې اړه رانا ثناء الله وويل چې د مسلم ليګ ن ټېكټ هولډر ميا حيات مانيكا د مسلم ليګ ن سره رابطه نه ده ساتلې، فاروق مانيكا د 2018 په ټاكنو كښې بريالۍ شوې وه خو د سهار په 100 ووټونو يې بايللې وه۔
هغه وويل چې فاروق مانيکا هم په دغه حلقه کې پياوړى کانديد دى.
له بلې خوا عطا مانيکا وايي، چې ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټکټ د غوښتلو نېټه د نومبر ۲۰ ده او د ټکټ په اړه له پرېکړې وروسته به اقدام وکړي.