تیمور خواجه د اتم تل جیپ ریلی د پری پیئر کټګورۍ وګټله.
باغي ټي وی رپورټ
تیمور خواجه ټاکل شوی واټن په ۲ ساعته ۲۴ دقیقو او ۳۶ ثانیو کې بشپړ کړ او د تل جیپ ریلي کې لومړی مقام خپل کړ.
مصدق خان خاکوانی په دوه ساعته ۵۰ دقیقو او ۲۵ ثانیو کې د واټن په پوره کولو دوهم او شیراز قریشي په ۳ ساعته ۶ دقیقو او ۴۶ ثانیو کې په پوره کولو سره دریم ځای خپل کړ.
فائنل راونډ کښې زین محمود او صاحبزاده سلطان د ګاډي خرابیدو له وجې ټریک مکمل نه کړے شو.
د دې نه علاوه نادر مګسي او آصف فضل چوهدري د ګاډو خرابیدو له وجې دغه ټریک مکمل نه کړای شو.