د آئي سي سي کرکټ ورلډکپ کښې د پاکستان د کرکټ ټيم د کارکردګۍ پوسټ مارټم لپاره به د راتلونکې هفتې نه د پي سي بي په مرکزي دفتر کښې مهمې مشورې شروع شي۔
باغي ټي وی رپورټ
د سرچينو ترمخه دمنجمنټ کميټۍ چيئرمېن ذکا اشرف به له پخوانيو کپتانانو او پخوانيو کرکټرانو سره ليدنې کوي.
سرچينې وائي چې دتخنيکي کميټۍ له مشر مصباح الحق څخه به تاثرات اخستل کيږي، بورډ ليوال دى چې يو ځل بيا پخواني کپتان محمد حفيظ سره رابطه وکړي، دعمرګل، اظهرعلي، سعيد اجمل سره به مشاورتي عمل روان وي. مشتاق احمد، عاقب جاوید او محسن خان..
پخوانی کپتان معین خان به هم مشوره کوي او چیرمین ذکا اشرف به دویم ځل شاهد افریدي سره ملاقات کوي.
د ذرائعو ترمخه چيئرمېن به د کوچنګ سټاف د بدلون په اړه مشاورت کوي، د کوچنګ سټاف په معاهداتو به قانوني مشوره هم کوي، د ريډ بال او وائټ بال لپاره جدا کپټان هم د مشاورت په ايجنډا کښې شامل دي.
سرچینه وايي، د روزونکي لپاره د جسټن لینګر نوم هم اخیستل شوی، خو د کرکټ بورډ ځینو لوړ پوړو چارواکو د اسټرالیا راتلونکي سفر له امله د بدلونونو نه کولو وړاندیز کړی دی.