د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) هغه تورن نیولی چې د سوداګرۍ په نوم یې کالعدم تنظیم داعش ته مالي مرستې کولې.

0
62

باغي ټي وی رپورټ

د سي ټي ډي چارواکو له مخې د نيول شوي ملزم سلطان نه 11 زره ډالر، 150 زره يورو او 22 زره ريالونه برآمد شوي دي۔

د سي ټي ډي چارواکو وينا ده چې په پوليس سټيشن سي ټي ډي کښې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې شوې ده، د ملزمانو تعلق افغانستان سره دے.

د سي ټي ډي وينا ده چې د ملزم له جيب نه پښتو ليکنه هم برآمد شوې چې پکښې د هدف په اړه هدايات موجود وو، دې نه علاوه د ملزم د جيب نه برآمد شوې چابي په زنجير باندې د داعش کلمه هم ليکلې شوې وه۔

Leave a reply