د بلوچستان جماعت اسلامي وايي، د ګوادر کوه حق دو تحریک مشر مولانا هدایت الرحمن په کوټه کې د دوی په دفتر کې نیول شوی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د بلوچستان د جماعت اسلامي وياند وايي، مولانا هدايات الرحمن په لاريون کې د ګډون لپاره چمن ته تللى و.
د بلوچستان د جماعت اسلامي وياند زياته کړه چې جمهوري مبارزه او د حقونو د ترلاسه کولو مخه نه شي نيولى.
بل خوا د کوټې د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ (ډي ايس پي) وايي چې مولانا هدايت الرحمان نه دى نيول شوى، د امنيت لپاره يې د جماعت اسلامي په دفتر کې يو پوليس ځاى پرځاى کړى دى.





