د 2024 عام انتخاباتو لپاره د الیکشن کمیشن د وړاندیز شوي ضابطه اخلاق ابتدايي مسوده تیاره شوې ده.

0
139

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر، لومړي وزير، وزيران او دولتي چارواکي به په ټاکنيزو کمپاينونو کې برخه وانخلي.

د ټاکنو کمېسیون سرچینې وايي، د وړاندیز شوي ضابطه اخلاق له مخې به د سېنېټرانو او د بلدياتي حکومتونو استازي په ټاکنیزو کمپاینونو، د پرمختیايي سکیمونو په اعلانولو، د عدلیې پر ضد بحثونه، د پاکستان د نظریې پر ضد بحثونه کول او پر کمپاینونو به هم بندیز ولګول شي.

د سرچينو له مخې په وړاندې کړل شوي ضابطه اخلاق کې راغلي چې سياسي ګوندونه او کانديدان به رشوت، ډاليو يا کوم قسم لالچ نۀ ورکوي، سياسي ګوندونه به په جنرل سيټونو 5 فيصده ښځينه کانديدانو ته ټکټونه ورکوي، په جلسو، جلوسونو او عامه غونډو کې به وسلې ګرځوي. نندارتونونه به منع وي، سیاسي او ټاکنیز کمپاینونه به د عامه خزانې څخه منع شي.

د وړاندیز شوي کړنلارې له مخې به په دولتي رسنیو کې پر تعصبي پوښښ بندیز ولګول شي، سیاسي ګوندونو ته به اجازه ورکړل شي چې د ادارې تابعیت ولري، په ټاکنیز کمپاین کې به د دولتي سرچینو کارول منع وي او د موټرو لاریونونو ته به اجازه نه ورکول کیږي.

د دې تر څنګ د ولسي جرګې د کور مخې ته د قومي، ژبني بحث او لاريون او ناستې اجازه نه ورکول کېږي، د ټاکنو استازي بايد له اړوندې حوزې څخه وي او پر دولتي املاکو د سياسي ګوندونو بيرغونه پورته کول منع دي.

Leave a reply