د اسلام اباد محکمې د ثبات پاکستان ګوند مشر فواد چوهدري په یوه ورځني جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې د فواد چوهدري په ضد د درغلۍ مقدمې اورېدنه شوې چې پکې پوليس فواد چوهدري په سر د ټوکرۍ سره وړاندې کړی دی.
د اوريدنې په مهال فواد چوهدري خپل ورور وکيل فيصل چوهدري ته وئيلي وؤ چې هغه د توهين عدالت درخواست دائرولو لپاره په سر د ټوکرۍ سره عدالت ته راوستل شوى ؤ.
په دې اړه وکيل صفيه فېصل چوهدري په عدالت کې وويل زه غواړم چې دعدالت دتوهين لپاره درخواست دائر کړم ځکه چې محکمې دتيرې اوريدنې په مهال هم په سرپوښ اغوستلو منع کړى ؤ. وکيل صفيه فيصل چوهدري دريځ خپل کړو چې فواد چوهدري پخوانى وفاقي وزير او د سپريم کورټ وکيل دى.
د اورېدنې په مهال پراسيکيوټر عدنان علي د فواد چوهدري د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د فواد چوهدري نه دې پيسې برآمد کړې شي او هغه تېښته کوي، پستول دې برآمد کړل شي او د شناختي پرډ دې وشي ځکه چې فواد چوهدري له پولیسو سره همکاري نه کوي.
وکيل صفايي د فواد چوهدري د جسماني ريمانډ مخالفت وکړو چې په اړه يې عدالت خپله فيصله محفوظه کړه او د اوريدو وروستو يې د هغه يو ورځنې جسماني ريمانډ منظور کړو.