پاکستان یو ځل بیا پریکړه کړې چې د بهرنیو تمویل تشه د ختمولو لپاره له دوستو هیوادونو سره اړیکه ونیسي.

0
69

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه پاکستان د 6.5 اربه ډالرو په کچه د بهرنۍ سرمايه کارۍ دمخنيوي سره مخ دى چې له امله يې نگران حکومت د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پشمول دوستو هيوادونو ته د رجوع کولو فيصله کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې له اسلامي پراختيايي بانک، اسيايي پراختيايي بانک او نړيوال بانک څخه به هم مرسته اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې د کرنټ اکاؤنټ خسارې په کمولو سره به مالي تشه کمه شي.

د سرچينو له مخې په دريو مياشتو کې خساره 947 مليونه ډالره وه چې دکال 6 اربه ډالرو هدف ټاکل شوى ؤ اؤ نگران حکومت اټکل کوي چې دکرنټ اکاؤنټ خساره به له 6 اربه ډالرو څخه څلور نيم اربه ډالرو ته راښکته شي.

سرچينې وايي، پاکستان د بهرنۍ مالي مرستې منصوبه له IMF سره شريکه کړې او له IMF يې غوښتنه کړې، چې د بهرنۍ مالي مرستو تشه کمولو لپاره خصوصي کول چټک کړي.

IMF وړاندیز وکړ چې حکومت دې د نړیوال بانډ بازار کې د بانډونو صادرولو اختیار هم په پام کې ونیسي.

Leave a reply