امریکا په پاکستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ملاتړ کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا پام په پاکستان کې پر ازادو او عادلانه انتخاباتو متمرکز دی.
هغه وويل د کوم کانديد يا سياسي گوند د استازيتوب په اړه هيڅ نظر نۀ شي ورکولى، دا د پاکستان د خلکو کار دى چې د کانديد او سياسي گوند د استازيتوب په اړه پرېکړه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل ویلي، دا باید یقیني شي چې ټاکنې د پاکستان د خلکو په ګټه دي.