د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اچکزی وايي، په هېواد کې د ترهګرۍ وروستیو درېیو لویو پېښو دا ثابته کړه چې دوه ګاونډي هېوادونه غواړي موږ بلیک میل کړي.

0
143

باغي ټي وي رپورټ

په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال جان اڅکزي وویل چې دا ثابته شوې چې هند یو ترهګر هېواد دی، د هند د ترهګرۍ باوجود د نړۍ قوتونه غلي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزير وويل، چې د ژوب په تروريستي پېښه کې شپږ افغانان شامل وو، په هېواد کې د ترهګرۍ وروستۍ درې پېښې دا ثابتوي، چې دوه ګاونډي هېوادونه موږ بليک ميل کول غواړي.

جان اچکزي وویل چې افغانانو ته له څلویښت کلن میلمه پالنې وروسته هغه اسانتیاوې چې ناقانونه بهرنیانو ته برابرې شوې په افغانستان کې هم نه شي موندلی.

په بلوچستان کې د کانګو ویروس له امله د مړو شویو کسانو په اړه د خبرو پر مهال د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي وویل چې د بلوچستان اعلا وزیر د کانګو ویروس د وضعیت نوټس اخیستی او د کانګو ویروس د کنټرول لپاره یې هدایات هم ورکړي دي.

Leave a reply