محکمې پرون نيول شوی پخوانی وفاقي وزير فواد چوهدري په دوه ورځني ريمانډ پوليسو ته وسپارل.
باغي ټي وي رپورټ
فواد چوهدري د ډسټرکټ جوډيشل کمپلکس د ډيوټي جج عباس شاه عدالت ته په مخ او لاسونو باندې د ټوکرۍ سره راوړل شو.
په عدالت کې فواد چوهدري دريځ خپل کړو چې ما ته دې د خپلو وکيلانو د ليدلو اجازه ورکړل شي، چې په اړه يې قاضي فواد چوهدري ته د وکيلانو د ليدلو اجازه ورکړه.
د فيصل چوهدري وکيل د عدالت په کمره کښې اعتراض اوکړو چې د فواد په مخ ولې جامې اچول شوې؟
د اورېدنې په مهال پوليس عدالت ته خواست کړی چې فواد چوهدري دې د پينځو ورځو جسماني ريمانډ ورکړي.
د فواد چوهدري خلاف د اسلام آباد په ابپاره پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده چې پکښې درخواست کوونکي د فواد چوهدري خلاف د 50 لاکه روپو اخيستو سره د نوکري ترلاسه کولو مقدمه درج کړې ده۔
مدعي وويل: “فواد چوهدري د پيسو د غوښتنې له امله خپه شو، چې په ځواب کې يې ماته د وژلو ګواښ وکړ.”
فواد چوهدري عدالت ته وئيلي چې ما هيڅکله مدعي نه دي ليدلي، زمونږ حالات ستاسو او زمونږ مخې ته دي، زه پخوانى وفاقي وزير او د سپريم کورټ وکيل يم، بايد سپکاوى ونه شي.
دوی وویل چې هلته هیڅ تشناب نشته چې ریمانډ اخیستل کیږي، ما ته دې د تشناب اسانتیا ورکړل شي او ماشومانو ته دې د لیدو اجازه ورکړل شي.
عدالت فواد چوهدري په دوه ورځو ريمانډ پوليس ته حواله کړي او حکم ئي ورکړے چې فواد چوهدري ته دې د هغه د کورنۍ سره د ملاقات او طبي معاينې کولو اجازت ورکړے شي۔