د پاکستان پوځ په میانوالی کې د پاکستان د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز د ترهګریز برید مخه ونیوله.

0
170

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، ترهګرو نن سهار وختي د میانوالی پر روزنیز هوايي اډې د برید هڅه وکړه، چې د پاکستان پوځ ترهګرو ته مناسب ځواب ورکړ.

د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان پوځ د ترهه ګرۍ په ضد په وخت او موثره كاروائي وكړه او د ميانوالي د پاكستان ائير فورس په ټريننګ ائير بيس حمله يې شنډه كړه.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د پاکستان فوځ په وخت جوابي کاروائي کښي دري ترهه ګر وژلي دي۔

د آئي اېس پي آر له مخې، 3 پخوانۍ كرونډ شوې الوتكې او د تېلو يو باؤزر تباه كړے شو په كومه چې جوانانو د اثاثو حفاظت يقيني كړو۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي مشترکه کليئرنګ او کومبنګ اپريشن په آخري مرحله کښې دے او پاتې درې ترهګر هم محاصره کړے شوي دي۔

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د بلوچستان له پسني سيمې څخه د امنيتي ځواکونو پر موټرو د ترهګرو په بريد کې ۱۴ سرتېري وژل شوي وو.

Leave a reply