د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير دآذربائيجان اولس مشر الهام عليوف او ددفاع د وزير پشمول نورو مهمو شخصيتونو سره وليدل او ددواړو هيوادونو ترمينځ دپوځي او دفاعي اړيكو په زياتولو يې خبرې وكړې۔

0
33

باغی ټی وی رپورټ

د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف چې د آذربائيجان په دوره ده د نائب وزير، چيف آف جنرل سټاف او د فضائيه کمانډر سره هم ملاقاتونه کړي او د آذربائيجان د وسله والو ځواکونو د عملياتي تياري او مورال ستائنه ئي کړي ده۔

په دې موقع د آذربائيجان سياسي او پوځي قيادت د آذربائيجان سره د پاكستان دوامداره مرستې ستائنه وكړه۔

په دې کتنه کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو او ځواکونو ترمنځ دې دوه اړخیزه همکاري نوې کچې ته لوړه شي.

د خپلې دورې په مهال د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير باكو كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو ګېډۍ هم كښېښوده۔

د آئي ايس پي آر له مخې د آرمي چيف د دورې مقصد د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه پوځي او دفاعي مرستې زياتول دي۔

Leave a reply