د عوایدو فدرالي بورډ (ایف بی آر) پریکړه کړې چې د ټیک ریټرن جمع کولو نیټه نوره نه غځوي.

باغی ټی وی رپورټ
د ايف بي آر لخوا د ټيکس ريټرنز جمع کولو آخري نيټه 31 اکتوبر وه چې تيره ورځ ختمه شوه۔
د ذرائعو ترمخه ايف بي آر د ټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه نه غځولو فيصله کړي ده۔
په هرصورت، د عايداتو د ماليې کمشنر ته د درخواست کوونکي په درخواست کې نرمي ممکنه ده او په دې برخه کې به د انکم ټيکس کمشنر د نيټې د غځولو واک ولري.
ياده دي وي چي د انکم ټيکس ريټرنز جمع کولو آخري نيټه 30 ستمبر وه ولي ايف بي آر د تاجرانو او اولس په غوښتنه د انکم ټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه يو مياشت نوره هم وغځوله۔






