د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بی این پي) مینګل د اختر مینګل په مشرۍ کې د لادرکه شویو کسانو په اړه د اسلام اباد په شاهراه دستور کې مظاهره روانه ده.

0
67

باغی ټی وی رپورټ

د شاهراه دستور په احتجاج کښې د بي این پي مینګل کارکنان او د مدني ټولنې مشران ګډون کوي.

بي اين پي مينګل غوښتنه کوي چې اليکشن کميشن دې د نگران حکومت د تعصب نوټس واخلي او لادرکه شوي کسان دې بيرته راخوشې کړي.

مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې په بلوچستان کې دې د مرګ ډلې ختمې شي.

په دې اړه له جيو نيوز سره په خبرو کې سردار اختر مينګل وويل چې لادرکه کسان اوس يوازې د بلوچستان ستونزه نه ده، دا د ټول هېواد ستونزه ده.

ده ووئيل نگران وزيراعظم، د سېنېټ چيئرمېن او د كورنيو چارو وزير ټول د بلوچستان دي خو دا مسئله نه هوارېږي، دا د بلوچستان بدبختي او د دې خلقو خوش قسمتي ده چې دوي ته روزګار وركړې شوے۔

بل لوري ته دکورنو چارو نگران وزير سرفراز بګټي وئيلي دي چې دسردار اختر مينګل دا سياسي حق دى چې دهرنه وکړي خو ده ته يې بايد اجازه واخستله.

هغه وويل اختر مينګل يو ستر سياستمدار دى، بايد ريډزون ته پام وکړي.

Leave a reply