د سندهـ په ميډيکل او ډينټل کالجونو او يونيورسټو کښې د داخلو لپاره د ايم ډي سي اے ټي نيټه ختمه شوې ده۔
باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ د صحت محکمي ترمخه په ميډيکل او ډينټل کالجونو او يونيورسټو کښې د داخلو لپاره ايم ډي سي ټي به د نومبر په 19مه نيټه کيږي۔
د سند د روغتیا ریاست ویلي چې دا ازموینه به د ډاو یونیورسټي آف ہیلتھ سائنسز لخوا په ایکسپو سنټر کې تنظیم شي او موده به یې د سهار له 10:30 بجو څخه د ماسپښین تر 2 بجو پورې وي.
د روغتيا رياست په وينا، د ازموينې مرکز ته له ننوتو مخکې به د کانديدانو پلټنه کېږي او په دې ترڅ کې به د هغه کانديد ټکټ لغوه کېږي، چې موبايل، محاسبه کوونکي او برېښنايي وسايل ورسره راوړي.
د دې تر څنګ د ازموينې لپاره د حاضرو ماشومانو مور او پلار او خپلوانو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د ازموينې د مرکز په دننه او شاوخوا کې پاتې شي.