د ازادۍ نړيوال تنظيم فريډم نيټ ورک په خپل يو ځانگړي رپورټ کې پاکستان د قانون جوړولو باوجود د خبريالانو په ضد د جرمونو په مخنيوي کې پاتې راغلی بللی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د ازادۍ شبکې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، پاکستان یوازینی هېواد دی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې قانون جوړ کړی، خو بیا هم د پاکستان دولت د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي لپاره د دغه قانون په کارولو کې پاتې راغلی دی.
د راپور له مخې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د خبریالانو د تښتولو، شکنجه کولو او بغاوت په تورونو کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.
نړیوال سازمان په راپور کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو تر ټولو ډېرې پېښې په اسلام اباد او سند ایالتونو کې شوې دي.





