ا.ا. د دریو ولایتونو له ګودامونو څخه کابل ته د لرګیو د انتقال اجازه ورکړه

0
207

ا.ا. د دریو ولایتونو له ګودامونو څخه کابل ته د لرګیو د انتقال اجازه ورکړه

خو په ځینو سیمو کې چې غرنۍ دي او د ځنګلونو ونې وچې شوي او دغه لرګي پخوا په پکتیا، پکتیکا او خوست کې زیرمه شوي وو، د یوې میاشتې په اوږدو کې کابل ښار ته د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.»

په همدې حال کې د کابل ښار د ناحیو یو شمېر اوسیدونکو او لرګیو پلورونکو پلازمینې ته د وچو لرګیو د انتقال په اړه د اسلامي امارت د پریکړې هرکلی کړی دی.

 

(2023 / 10 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسلامي امارت د یوې میاشتې لپاره کابل ته د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له ځنګلونو څخه ذخیره شوي وچ لرګي د انتقال اجازه ورکړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا پریکړه یې د پلازمینې د اوسیدونکو د ستونزو د هواري په موخه کړې، چې د سون توکو ته د اسانه لاس رسی په برخه کې دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هیواد له ځنګلونو څخه د هر ډول ونو پرې کول او قاچاق حرام دي. ذبیح الله مجاهد وايي: «د ځنګلونو پرې کول په کلکه منع دي.

خو په ځینو سیمو کې چې غرنۍ دي او د ځنګلونو ونې وچې شوي او دغه لرګي پخوا په پکتیا، پکتیکا او خوست کې زیرمه شوي وو، د یوې میاشتې په اوږدو کې کابل ښار ته د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.»

اړوند موضوعات:

د سريلانکا د انرژۍ وزير کانچانا ويجېسېکېرا ويلي چې د هېواد د سون توکو زېرمې يې په خلاصېدو دي

په همدې حال کې د کابل ښار د ناحیو یو شمېر اوسیدونکو او لرګیو پلورونکو پلازمینې ته د وچو لرګیو د انتقال په اړه د اسلامي امارت د پریکړې هرکلی کړی دی.

Leave a reply