د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد قیصر ویلي د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) لخوا زمونږ د غونډې عکسونه او ویډیوګانې خپرول ډیر نامناسب کار دی.

0
88

باغی ټی وی رپورټ

اسد قیصر په خپل یو بیان کې وویل چې د پښتنو د کلتور دود دی چې د چا کور ته د تعزیت لپاره تلل.

ده ووئيل د جے يو آئي لپاره زمونږ د غونډې عکسونه او ويډيوګانې جاري كول ډېر نامناسب دي، مولانا فضل الرحمان زمونږ سياسي حريف دے او په ټاكنو كښې به ورسره سيالي كوي۔

ده ووئيل چې تحريك انصاف په خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو لوې ګوند دے٬ مونږ به د خپل ګوند په اېجنډا٬ منشور او نښان كښې انتخابات وګټو۔

د نوازشريف په اړه اسد قيصر وويل چې نوازشريف له معاملې پرته څه نه کوي، هغه راوستل شو او مقدمې يې بندې کړې، ښکاره خبره ده چې هغه ته د وزيراعظم جوړولو لپاره تياريانې روانې دي.

هغه زیاته کړه، که ټاکنې په همدې ډول ترسره شي، دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لویه درغلۍ ټاکنې وي.

ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي د پي ټي آئي وفد اسلام آباد کښي د مولانا فضل الرحمان سره د هغه په ​​کور کښي ملاقات کړي وو۔ دواړه ګوندونه د هیواد په سیاست کې سخت سیالان ګڼل کیږي.

Leave a reply