کوهاټ کښي د جيو نيوز خبريال ياسرشاه او کمره مين نامعلومه کسانو ډزي کړي دي۔

0
73

باغی ټی وی رپورټ

کوهاټ کښي راولپنډئ روډ باندي نامعلومه کسانو په موټر سائيکل سورو ډزي کړي دي د ډزو نه پس ملزمان د موقع نه وتښتيدل۔

یاسر شاه د کیمرې مین سره د مخاد شریف عرس کوریدو نه واپس روان وو کله چې ملزم پرې ډزې وکړې.

د پولیس وینا ده چی ملزم یاسر شاه او کمره مین هغه وخت ژوبل شوی دی کله چی د ملزمانو ډزو په وخت د موټر سائیکل نه ښکته شو.

ياسر شاه او کمره مين د ضلعي هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔

ياده دې وي چې څو مياشتې وړاندې په کوهاټ کې د جيو نيوز د خبريال ياسر شاه په کور د لاسي بم بريد او ډزې شوې وې، چې په بريد کې ياسر شاه او د هغه کورنۍ خوندي پاتې شوې وه.

یاسر شاه له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جنګ او جیو نیوز خبریال دی او له ډېرې مودې راهیسې ورته ګواښونه کېږي.

Leave a reply