امریکا د افغانستان لپاره د ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

0
787

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د امریکا هیواد له طرف نه د افغانستان لپاره د ۱۴۴ ملیونه ډالر مرسته اعلان شوې ده.

د امریکا حکومت د سټیټ ډیپارټمنټ د سرکاري په ویب پانړه د یو راپور مطابق متحده ایالاتو نن د روان بشري ناورین ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې شاوخوا ۱۴۴ میلیونه ډالر اعلان کړل.
د رپورټ مطابق ددې مرستو سره به د امریکایی حکومت له اړخه په کال ۲۰۲۱ کښې د افغانستان لپاره جاري مرستې نزدې ۴۷۴ ملیونه ډالرو ته ورسي او دا مرستې د کوم هیواد له لوري د ټولو نه زیاته مرسته ده چې امریکا ی افغانستان سره کوي.
د سټیټ ډیپارټمنټ د رپورټ مطابق دا مرستې امریکا حکومت نیغ په نیغه نړیوال د بشري مرستندونه ادارو سره کړي ، په دې ادارو کښې نړیوال د کډوالو عالی کمیسون، یونیسیف، نړیوال د صحت سازمان ته ورکړل شوي کومې به چې د ۱۸ اتلس میلینونه نه زیات متاثره افغان کورنیو ته رسول شي، رپورټ کښې زیاتوي چې دا مرستې به د هغه افغانانو لپاره هم وی چې کوم په ګاونډي هیوادونو کښې ژوند کوي.
ددې مرستې په مدد سره به د اړمنو او بدو متاثره افغان کورنیو سره د خوراکي توکو، د ژوند د ضروری سامان برابرولو ، د صحت او ناروغیو په اړه ستونزو هوارولو لپاره دې افغان کورنیو ته ورکړل شي.
په دې بیان کښې زیاتوي چې دا مرستې د افغان اولس لپاره دی او دا مرستې د طالبانو لپاره نه دي ، په رپورټ کښې زیاتوي چې طالبان د هغه ژمنو لپاره ذمه واری دي کومې ی چې کړي دي.

https://www.state.gov/the-united-states-announces-additional-humanitarian-assistance-for-the-people-of-afghanistan-2/

Leave a reply