د کراچۍ پوهنتون دوو محصلینو ادعا کړې، چې نامعلومو وسله والو له پوهنتون بهر په یوه ریکشا کې په زوره د تښتولو هڅه کړې، چې وروسته یې د ژوند ژغورلو لپاره وتښتېدل.

0
141

باغي ټي وي رپورټ

د کراچۍ پوهنتون د سلور جوبلي ګېټ نه بهر دوه زنانه طالب علمان د خپلو ملګرو طالب علمانو سره د ودونو تالار ته نزدې موجود وو، کله چې په رېکشا کې سپاره کسان ورغلل او د ټوپک په زور يې په رېکشا کې د کښېناستو هڅه وکړه.

زده کوونکو ادعا وکړه، چې دوی سمدلاسه له هغه ځایه وتښتېدل، چې له امله یې په ریکشا کې سپاره کسان هم وتښتېدل.

په دې اړه د پوليس چارواکو وينا ده چې د دوه طالبعلمانو د تښتونې د کوشش په اړه پلټنه شروع کړې شوې ده او د پيښې په ځائې کښې د سي سي ټي وي کيمرې فوټيج ترلاسه کوې۔

پولیس وايي د پېښې د نوعیت په اړه سمدستي څه نه شي ویلای، د ادعا شویو محصلینو د نورو ملګرو لټون روان دی چې د دوی بیانونه ثبت کړي او وضعیت به روښانه شي.

Leave a reply