د ا.ا. په زندانونو کې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان بندیان دي

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د زندانونو ادارې پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به د بندیانو اوسط شمېر ۱۰ زره ته وساتي، خو د ۱۷ زره ډېرو بندیانو شتون د بندیانو د شمېر د زیاتوالي ښکارندويي کوي.
یوناما زیاته کړه چې د بندیانو د شمېر د زیاتوالي له امله د طالبانو د زندانونو اداره دومره منابع نه لري چې د خوراکي توکو او کافي روغتیايي خدمتونو په ګډون د بندیانو د درملنې لږ تر لږه معیارونه پوره کړي.
(2023 / 10 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د دغه سازمان د بشري حقونو څانګې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور پرون (دوشنبه د سلواغې لومړۍ نېټه) خپور کړ چې د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر میاشتې پورې موده پوښي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د زندانونو ادارې پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به د بندیانو اوسط شمېر ۱۰ زره ته وساتي، خو د ۱۷ زره ډېرو بندیانو شتون د بندیانو د شمېر د زیاتوالي ښکارندويي کوي.
اړوند موضوعات: