فدرالي حکومت په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د ایستلو یوه بله مهمه پرېکړه کړې ده.

0
171

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بهرنيو چارو د قانون له مخې د افغان اتباعو د نيولو، بندي کولو او شړلو پرېکړه شوې او د نومبر له لومړۍ نېټې د بهرنيو چارو د قانون له مخې د شړلو حکم صادر شوى دى.

سرچينې زياته کړه چې وفاقي حکومت د بهرنۍ قانون 1946 د سيکشن 3 پلي کولو منظوري ورکړې او د کورنو چارو وزارت د وفاقي کابينې څخه د سمري سرکوليشن له لارې دا منظوري ترلاسه کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې پرېکړه شوې، چې تر محاکمې لاندې او په جدي جرمونو محکوم افغان اتباع به نه شړل کېږي، خو هغه افغانان چې تر محاکمې لاندې او په وړو جرمونو محکوم وي، بېرته به شړل کېږي.

دسرچينو ترمخه ضلعي انتظاميې، پوليس، استغاثه اؤ جيل انتظاميې ته هم ځانگړي اختيارات ورکړل شوي دي اؤ دنومبر له لومړۍ نيټې څخه به اړونده چارواکو ته دغيرقانوني افغان اتباعو نيولو اؤ ډيپورټ کولو واک ورکړل شي.

سرچينې وايي، له پنجاب څخه نيول شوي افغانان به د ډيپورټ لپاره د راولپنډۍ مرکز ته لېږدول کېږي، له خيبر پښتونخواه نيول شوي ناقانونه افغانان به د نوښار او څمکني مرکزونو ته او له بلوچستان څخه نيول شوي افغانان به د کوټې، پشين او قلعه عبدالله مرکزونو ته لېږدول کېږي. ته لیږدول کیږي

د سرچينو ترمخه په سندهـ کې نيول شوي غيرقانوني افغانان به دډيپورټ کولو لپاره کراچۍ ون اورټو سنټر ته ليږدول کيږي.

سرچينې زياته کړې چې غير قانوني افغانان د اکتوبر تر ٣١مې له پاکستانه د وتلو پرته بله چاره نه لري.

ياده دي وي چي حکومت په غيرقانوني توګه ميشتو غيرملکيانو ته د اکتوبر تر 31مي پوري پاکستان نه د وتلو مهلت ورکړے دے او د نومبر تر اولنيمي نيټي پوري د غيرقانوني ميشتو غيرملکيانو په ضد د کاروائي اعلان کړے شوي دي۔

Leave a reply