پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د اکتوبر په ٢١مه د استقباليه غونډه يوه نه هېرېدونکې غونډه وبلله.

0
165

باغی ټي وي رپورټ

د سوشل ميډيا په ويب سائټ X باندې په خپل يو پوسټ کې نواز شريف وئيلي دي چې د اکتوبر په يوويشتمه نېټه په منار پاکستان کې د تاريخي استقبال او نه هېرېدونکي غونډې د جوړولو دپاره د خلکو په ځانګړې توګه د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرانو او د ټول ملک څخه راغليو کسانو ته مبارکي وایم. 21. زه د ځوانانو او ښځو په ګډون د ټولو محترمو کارکونکو څخه د زړه له کومې مننه کوم.

هغه وویل چې ستاسو مینه، زحمت او اخلاص زما ارزښتناکه شتمني وه، ده او پاتې به وي.

ده ووئيل د الله په فضل او ستاسو جذبې سره به پاكستان او ولس يو ځل بيا له بحرانونو خلاص شي۔

ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف څلور کاله وروستو داکتوبر په 21مه نيټه وطن ته راستون شوى ؤ اؤ دهغه په ​​راتګ سره دمسلم ليگ(ن) لخوا لاهور کې مينار پاکستان گراؤنډ کې يوه جلسه ترسره شوې وه چې پکې په زرگونو خلکو برخه اخستې وه.

Leave a reply