سترې محکمې په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمې په ضد د درخواستونو اجازت ورکړی او په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې يې کالعدم ګرځولې دي.

باغی ټي وي رپورټ
په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمې اورېدنه د جسټس اعجازالاحسن په مشرۍ کې پنځه کسيز لوى بينچ وکړه، په بنچ کې جسټس منيب اختر، جسټس يحيى افريدي، جسټس مظهر نقوي او جسټس عائشه ملک شامل دي.
په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمه د پينځه کسيز بينچ لخوا کالعدم ګرځول شوې ده، خو د پوځ د قانون د سيکشن 2 ډي ون د څلورو ججانو لخوا غير آئيني ګرځول شوى او جسټس يحيى په دې اړه خپل نظر محفوظ کړى دى.
محکمې اعلان کړی چې که د کوم وګړي مقدمه په پوځي محکمه کې پیل شي، هغه هم باطل اعلانېږي.
د مې د نهمې او لسمې نېټې پېښو په رڼا کې د هغو ۱۰۲ نيول شويو کسانو نوملړ عدالت ته وړاندې کړی شو، چې سترې محکمې د هغوی مقدمې په عادي جنايي محکمو کې ترسره کولو حکم کړی دی.
د پوځ د قانون هغه مادې چې محکمې ته وړاندې شوې چې له مخې یې ملکي وګړي محاکمه کېدلی شي، محکمې هم دغه احکام غیرقانوني وبلل.
نن د اورېدنې په مهال جسټس اعجازالحسن وويل چې د وروستي حکم له مخې د اټارني جنرل دلائل روان دي، د اټارني جنرل دلائل پوره کېدو وروسته به د مقدمې د چلولو کړنلاره ګوري.
د درخواست کوونکي وکيل سلمان اکرم راجا وويل، چې په پوځي عدالتونو کې د مقدمې اورېدنه د مقدمې له پرېکړې مخکې پيل شوې وه.
جسټس اعجازالحسن وويل اول دې اټارني جنرل خپل دلائل مکمل کړي بيا به دټولو خبرو اوري.
اټارني جنرل منصور عثمان اعوان دلائلو کې وويل هغه به خبر کړي چې پوځي عدالتونه ولې په ٢٠١٥م کې د آئيني ترميم له لارې جوړ کړل شوي، هغه به عدالت ته دا هم ووايي چې ولې په هغه وخت کې دپوځي عدالتونو لپاره آئيني ترميم ضروري نۀ دى.
جسټس اعجازالحسن وويل په تيرو پوځي عدالتونو کې چا مقدمې چلول شوي؟ ایا په ۲۰۱۵ کال کې تورن ملکیان، بهرنیان او که ترهګر وو؟






