له پاکستانه په یوه ورځ کې څه باندې درې زره افغان کډوال ایستل شوي
هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نیټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه ولایت کې مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته هم تطبیقېږي.
تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د افغان کډوالو د اوسېدو له اسنادو پرته د اخراج لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.
(2023 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې ۳۲۴۸ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، د اوسېدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اخراج له مهالوېش څخه تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان شړل شوي دي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، د ناقانونه کډوالو د مسلې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نیټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه ولایت کې مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته هم تطبیقېږي.
تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د افغان کډوالو د اوسېدو له اسنادو پرته د اخراج لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.
اړوند موضوعات:
په همدې حال کې ایکسپریس ټریبیون هم راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د مېشتو غیر قانوني کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده. پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.










Leave a Reply