د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند: د افغان کډوالو بېړنۍ شړل د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات لاپسې  زیاتوي

0
113

سراج الحق د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلو په اړه دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې د “دواړو وروڼو” سره پرتله کړې چې یو شان کلتور او مذهب لري.

د جماعت اسلامي مشر د افغانستان او پاکستان د سوکاله راتلونکي د یقیني کولو لپاره د ستراتیژیک پلان جوړولو په ضرورت هم ټینګار کړی دی.

(2023 / 10 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د افغان کډوالو د شړلو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د پاکستان د حکومت دغه “بېړنۍ” پرېکړه به د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات لا پسې زیات کړي.

هغه د پاکستان موقت حکومت ته په خطاب کې وويل: “په دې حساس وخت کې، دښمني مه کوئ.” د پاکستان موقت حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه مېشتو کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له هېواده ووځي.

سراج الحق د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلو په اړه دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې د “دواړو وروڼو” سره پرتله کړې چې یو شان کلتور او مذهب لري.

اړوند موضوعات:

د پاکستان حکومت د استوګنې د کورونو له خاوندانو غوښتي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي

Leave a reply