د پاکستان حکومت د استوګنې د کورونو له خاوندانو غوښتي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي

په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.
که څه هم دا پرېکړه د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني د افغان کډوالو د ایستلو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا پرېکړه د “نړیوالو دودونو” پر بنسټ شوې ده.
(2023 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باخبره سرچینې وايي، چې د پاکستان حکومت د یو شمېر مېشت ځایونو له خاوندانو غوښتي، چې افغان مهاجرین له خپلو کورونو او اپارتمانونو څخه ژر تر ژره وباسي. سرچینه زیاتوي، چې د “B17” سیمې چارواکو په یوه لیک کې د اپارتمانونو مالکینو ته خبرداری ورکړی، چې ډېر ژر به په هغه سیمه کې د پاکستاني پولیسو له خوا عملیات پیل شي.
په دې لیک کې ویل شوي چې که افغان کډوال لس ورځې نور هم په دې سیمه کې پاتې شي، د اپارتمانونو او کورونو له مسوولینو سره به «قانوني مقابله» وشي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي.
اړوند موضوعات:
دولت پاکستان از مالکان خانههای مسکونی خواسته است تا مهاجران افغان را از خانههایشان بیرون کنند