د ګوانتانامو دولس یمني زندانیان یمن ته سپارل شوي دي

د ګوانتانامو دولس یمني زندانیان یمن ته سپارل شوي دي
د یمن یوه چارواکي وویل چې دغه ۱۲ زندانیان پرون د چهارشنبې په ورځ د یمن جنوبي ولایت المکاله ته رسیدلي دي. ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې ډلې پر واشنګټن او متحده عربي اماراتو غږ کوي چې په جبري توګه زندانیان د دوی خپلو هیوادونو ته ونه سپاري.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي او همدا راز یوه وکیل ویلي دي چې متحده عربي اماراتو د ګوانتانامو ۱۲ پخواني یمني زندانیان بیرته یمن ته سپارلي دي. د دغو چارواکو په خبره، کیدای شي دغه کسان په یمن کې آزاد شي.
دغه کسان د هغو ۱۸ زندانیانو له ډلې دي چې د ۲۰۱۵م او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې له ګوانتانامو زندان څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي ول. دغه ډله زندانیان په افغانستان او پاکستان کې نیول شوي ول او بیا په ګوانتانامو زندان کې ساتل کیدل.