په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم د غزې پر روغتون د اسرائیلو برید په کلکه غندلی دی.
باغی ټي وي رپورټ
منیر اکرم په یوه بیان کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې پر روغتون باندې د اسرائیلو بزدلانه او جنایتکارانه برید په کلکه غندي او پر روغتون په برید کې ګڼ شمېر ناروغان او ټپیان شوي دي.
منیر اکرم له فلسطینیانو سره په اوربند او مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل، د وحشت وروستۍ پېښه د فلسطینیانو د نسل وژنې دوام دی.
بل خوا پخوانۍ خارجه وزير او د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو وئيلي دي چې اسراييلو په روغتون بريد د ظلم ټول حدونه پار کړي دي، بريد د ټول انسانيت لپاره د شرم خبره ده.
هغه وویل چې د سلګونو فلسطینیانو شهادت د اسرائیلو د وحشت ښکاره ثبوت دی، نړیوال سازمانونه باید د اسرائیلو د غیر انساني پرمختګ مخه ونیسي.