د پاکستان په ګډون په نړيوال بازار کې د سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

0
216

باغی ټي وي رپورټ

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه د چارشنبې په ورځ د یو توله سره زر په بیه کې ۶۴۰۰ کلدارې زیاتې شوې چې ورسره په هیواد کې د یو توله سره زر بیه دوه نیم لکه روپۍ ته لوړه شوې ده.

د دې نه علاوه د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۵۴۸۷ روپو په زیاتوالی سره یو لاک ۷۷ زره ۴۰ روپو ته رسېدلې ده.

بل خوا په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه له ٣٦ ډالرو څخه ١٩٥٩ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې په نړيوال بازار کې هم په پاکستان کې هم د سرو زرو بيه راټيټه شوې وه او د يو تولو سرو زرو په بيه کې د يو ډالر کموالى راغلى و.

Leave a reply