د کراچۍ په جناح روغتون کې د جنسي تیري په تور یوه ۱۶ کلنه کورنې کارکونکې د درملنې پر مهال مړه شوه.

باغی ټي وي رپورټ
د جناح هسپتال انتظاميې ترمخه 16 کلنه سونيا د اتوار په شپه د هغې د صحت خرابيدو وروستو هسپتال ته داخل کړې شوې وه چې نن د علاج په مهال ساه ورکړه.
د سونیا مور جیو نیوز ته وویل چې لور یې د ګلشن اقبال بلاک 13C کې په یوه بنګله کې کار کاوه.
د سونیا مور تور لګوي چې خاوند یې په کور کې نه و، نو زامنو یې له دې فرصته په ګټې اخیستو جنسي تېری کړی او بیا یې مسموم کړی دی.
پولیس چارواکي وايي، د نجلۍ پوسټ مارټم روان دی، د راپور له مخې به د مړینې لامل څرګند شي.






