پيښور کښي د بجلئ هيټرو او سټو په استعمال او خرڅولو باندي د بنديز لګولو فيصله شوي ده۔
باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ډويژن کمشنر محمد زبير په مشرۍ کښې د بجلئ غلا مخنيوي په اړه غونډه اوشوه۔
غونډه کښې د پيښور ډويژن د پينځو ضلعو د پيسکو او ټيسکو چارواکو ګډون اوکړو۔
په غونډه كښې په پېښور ډويژن كښې د بجلۍ هيټرو او چولو په لګولو د بندېز لګولو فېصله وشوه۔
په غونډه كښې دا فيصله هم شوې چې د برېښنا د هيټرو، چولكو په جوړولو، خرڅولو او مصرف كولو به بنديز لګولې شي۔
د غونډې په مهال د پيښور ډويژن کمشنر محمد زبير اوويل چې د شپې په وختونو کښې د ډوډۍ پخولو لپاره درانه هيټرونه او د بجلۍ سټوونه استعماليږي او بجلي غلا کيږي۔
کمشنر اړونده چارواکو ته هدایات جاري کړل چې د شپې په وخت هم د بجلۍ چورانو په ضد کاروائي وکړي.