د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان لپاره د یونیسف د روغتیا د برخې له مشرې او مل پلاوي سره کتلي.

د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان لپاره د یونیسف د روغتیا د برخې له مشرې او مل پلاوي سره کتلي.
17 اکتوبر سه شنبه 2023
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر پرون د افغانستان لپاره د یونیسف مؤسسې دروغتیا د برخې له مشرې اغلې فوزیه شفیق او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د لیدنې په پيل کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هغوي ته د ښه راغلاست وویل. ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام کې وویل که چیرې غواړي چې په افغانستان کې په واقعي ډول د ناروغیو مخه ونیول شي او افغانان د بیروني احتیاج څخه خلاص شي نو باید د خوړو او درملو ملي ادارې چې یوه تنظیمي او غیر سیاسي اداره ده په هر اړخیز ډول یې ملاتړ وشي په ځانګړې توګه د لابراتوارو د جوړلو په برخه کې ځکه چې لابراتواونو د درملو او خوراکي توکو خوندیتوب او کیفیت تعینوي.
په ورته وخت کې د یونیسف مؤسسې د روغتیا د برخې مشرې او مل پلاوي د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د رهبرۍ فعالیتونه وستایل او زیاته کړه چې ادارې په ډیر کم وخت کې د پام وړ پر مختګ کړی او زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې په هر ډول شرایطو پاتې کیږو او د ادارې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د ناستې په څنډه کې یاد پلاوي وویل چې یونیسف او نورو اړونده موسسو د افغانستان د درملو داخلي سرچینو څخه د درملو اخیستلو په موخه یوه سروې کړې چې له مخې به یې د داخلي درملو او سرچینو څخه استفاده وکړي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس G5 غونډه کې د ګډون لپاره ایران هیواد ته لاړ.
ښاغلي عمر پردې ټينګار وکړ کوم سروې چې یونیسف کوي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ لاندې وي او د هغه شرکت یا فابریکې څخه درمل واخلي چې د خوړو او درملو ملي ادارې معیارونو، اصولو او قوانینو سره برابره وي.






