تورخم کې ګڼه ګوڼه؛ خلک لۀ سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
تورخم کې ګڼه ګوڼه؛ خلک لۀ سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
دوی وايي چې زرګونه کسان هره ورځ په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي خو په کارونو کې ځنډ او د پولیسو ناسم چلند ددې سبب کېږي چې خلک اوږده ساعتونه نهر په کتارونو کې ودرېږي او سختۍ وزغمي.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تورخم کې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. پر دې لاره تلونکي او راتلونکي مسافر وايي چې دلته بې نظمۍ، ګڼې ګوڼې او د پاکستاني امنیتي ځواکونو ناسم چلند پر دې لاره تګ راتګ سخت کړی دی.
دوی وايي چې زرګونه کسان هره ورځ په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي خو په کارونو کې ځنډ او د پولیسو ناسم چلند ددې سبب کېږي چې خلک اوږده ساعتونه نهر په کتارونو کې ودرېږي او سختۍ وزغمي.
اړوند موضوعات:
مسافر دغه راز شکایت کوي چې دوی له ځان سره ماشومان هم روان کړي، خو پر دې لار ولاړ پاکستاني پولیس ورته د ماشومانو د وړلو اجازه نه ورکوي او دا مسئله د خورا اندېښنې وړ ده.
دوی پر افغان لوري هم غږ کوي چې ددغه ستونزو د حل لپاره ژر لاس په کار شي.
تورخم لار له اوږدې مودې راهیسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، چې له یوې اونۍ راهیسې پرانیستې ده خو مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.