پۀ تورخم دروازه پۀ زرګونو خلک پاکستان ته د تګ لپاره راغلي؛ خو د ګڼې ګوڼې لۀ امله خلک سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

پۀ تورخم دروازه پۀ زرګونو خلک پاکستان ته د تګ لپاره راغلي؛ خو د ګڼې ګوڼې لۀ امله خلک سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
د تورخم دروزاه وروسته تر هغې د وېزه لرونکو لپاره پرانیستل کېږي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان ته تلونکي افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
عام افغانان هیله لري چې دا پوله دې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.
(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکي مسافر شکایت کوي او وایي، د ځایي مسوولینو د بې غورۍ او د خلکو د بې نظمۍ له امله نشي کولای له دې لارې پښتونخوا ته په اسانۍ واوړي.
د تورخم له لارې زيات تلوونکي هغه ناروغان دي، پر سرطان او نورو هغو ناروغیو اخته دي چې دلته په هیواد کې یې درملنه ستونزمنه او یا په لوړه بیه تمامیږي نو ځکه خو مجبور دي چې پاکستان ته لاړ شي.
نور حبیب یو له هغه مسافرو څخه دی چې غواړي د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شي، نوموړي رسنیو ته وویل، له اوږده انتظار وروسته د تورخم لارې خلاصه شوې او زرګونه افغانان هڅه کې دي چې له دې لارې ځانونه کوزې پښتونخوا ته ورسوي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا وايي چې هغه څوک چې ویزې نلري د تورخم لۀ لارې دې پاکستان ته د تګ هڅه نکوي
نوموړی له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې د تورخم له لارې تلوونکو مسافرو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نور حبیب زیاتوي: “مونږ سره ناروغان او دلته یې درملنه نه کیږي نو ځکه خو مونږ مجبور یو، چې هر ډول کیږي ځان پاکستان ته ورسوو او درملنه د خپل ناروغ وکړو، خو دلته دویمه ورځ ده چې راځو خو اجازه نه راکول کیږي، خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له مسولینو غوښتنه ده چې دغه لاره دې د هر ډول تګ راتګ لپاره د مسافرو پرمخ پرانیزي تر څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.”
د تورخم لاره د تیرې جمعې په ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له راتګ وروسته د هغه کسانو پرمخ پرانیستل شوه چې پاسپورټ او یا یې هم انلاین ویزه ولري.
یو شمیر نورو افغانان بیا له طالبان غوښتنه کوي، چې د تورخم له لارې دې یواځې په تذکرو د تګ راتګ زمینه برابره شي.
د ننګرهار اوسیدونکي اسدالله افغانیار رسنیو سره په خبرو کې وویل، پرته له تورخم پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو تګ راتګ کوي چې په خبره یې، باید دا چاره باید په تورخم کې هم عملي شي.
د هغه په خبره د پاسپورټونو، ویزو او نورو رسمي چارو له امله ساعتونه ساعتونه مساپر چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان دي، په تورخم کې ځنډېږي.
په همدې حال کې د تورخم کمیسارۍ مسولینو ویلي، چې د تورخم دروازه له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته د تیرې جمعې په ورځ پرانیستل شوې، چې د ورځې دولس ساعته به د مساپرو پرمخ خلاصه وي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم دروازه وړمه ورځ د زیات بیرو بار او د خلکو د بې نظمۍ له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه، خو تیره ورځ یې بیرته د مسافر د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
د مسولینو په خبره چې د تورخم پر دروازه ټول هغه افغانان چې پر پاسپورټ یا هم انلاین ترلاسه کړې ویزه ولري، پاکستان ته اوښتلی شي.
د تورخم دروزاه وروسته تر هغې د وېزه لرونکو لپاره پرانیستل کېږي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان ته تلونکي افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
عام افغانان هیله لري چې دا پوله دې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.






