د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر، پخوانى وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وطن ته د ستنيدو لپاره له لندن څخه سعودي عربستان ته رسيدلى دى.

0
157

باغي ټي وی رپورټ

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له خپلو ملګرو سره جده ته د سعودي ایرلاین په الوتکه SV 116 سفر وکړ.

الوتکه د لندن له هیترو هوايي ډګر څخه روانه شوه، د سعودي هوايي شرکت الوتکه په ۵ ساعتونو او ۲۷ دقیقو کې له ۴۷۵۰ کیلومترو څخه زیات سفر وروسته په ځايي وخت ۱۲ بجې د جدې نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.

سعودي هوايي شرکت د دې الوتنې لپاره بوینګ ۷۸۷ ډریم لاینر یوه عصري الوتکه چې یوازې درې کاله پخوانۍ وه، د جدې په نړیوال هوايي ډګر کې د نواز شریف تود هرکلی وکړ.

نوازشريف به په سعودي عرب کې د څو ورځو پاتې کېدو وروستو دوبۍ ته رسيږي چرته چې به د اکتوبر په ٢١مه په يوه ځانګړې الوتکه کې پاکستان ته رسيږي.

ياده دي وي چي نواز شريف سعودي عرب ته د تللو لپاره لندن کښي د خپل ايوان فيلډ هسپتال نه هيترو هوائي ډګر ته رسيدلي چرته چي د پاکستان هائي کمشنر ډاکټر محمد فيصل د نواز شريف هرکلے اوکړو۔

نواز شریف ته د الوداع ویلو لپاره د مسلم لیگ (ن) ګڼ شمیر کارکنان ایون فیلډ بهر ته رسیدلي وو.

Leave a reply