د BCCI اعزازي سکرتر جې شاه د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) مدیریت کمیټې مشر ذکا اشرف هند ته په خپل سفر کې هرکلی کړی دی.
باغي ټي وی رپورټ
ياده دې وي چې ذکا اشرف د بي سي سي آئي په بلنه نن هندوستان ته ځي او هلته به د اکتوبر په 14مه نيټه په احمد آباد کښې د پاکستان او هندوستان ترمېنځه د نړيوال جام په ميچ کښې د پاکستاني ټيم د هڅونې لپاره حاضر وي۔
ذکا اشرف وايي، چې په دې مهمه موقع د خپلې لوبډلې ملاتړ ډېر مهم ګڼي، پاکستانۍ لوبډله په خپل زحمت او جذبه دې مرحلې ته رسېدلې او هيله لري، چې دوی به موږ ته د غوره کارکردګي په کولو سره د وياړ زمينه برابره کړي.
تر دې مخکې د جې شاه او ذکا اشرف ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې وې چې پکې جې شاه هند ته د ذکا اشرف په سفر خوښي څرګنده کړې وه.
جې شاه وویل چې هغه به په هند کې د خپل استوګنې پر مهال د ذکا اشرف له نورو چارواکو سره د ملاقاتونو بندوبست وکړي.
ذکا اشرف وویل، په دې کتنه کې پر هغو امکاناتو هم خبرې وشوې چې څنګه کولای شو د دواړو هېوادونو تر منځ د کرکټ اړیکې لا زیاتې او پراختیا ورکړو.