د پاکستان مسلم ليګ (ن) د مشر ملک ته د ستنيدو سفر به نن نه شروع کيږي، نواز شريف به لندن نه وړاندې سعودي عرب ته رسيږي۔

0
81

باغي ټي وی رپورټ

د پاکستان د مسلم ليګ نون مشر نوازشريف د واپسۍ لپاره د دوبۍ نه ځانګړې الوتکه بک کړې شوې ده۔

سرچینه وايي، هغه ځانګړې الوتکه چې له مخې به یې نواز شریف پاکستان ته رسېږي، د امېډ پاکستان په نوم به یادېږي او دغه ځانګړې الوتکه به د شاوخوا ۱۵۰ کسانو د لېږد وړتیا ولري.

د سرچينو ترمخه نوازشريف به دعمرې ادا کولو لپاره نن لندن څخه سعودي عرب ته ځي چرته به چې ديوې هفتې په مهال به دسعودي لوړپوړو چارواکو سره ليدنه کوي.

سرچينې زياتوي چې پخوانى وزيراعظم به دسعودي عرب دوره بشپړولو وروستو داکتوبر په 17مه يا 18مه نيټه دوبۍ ته رسيږي، هلته به يې ډيرې ليدنې هم ټاکلي دي اؤ هغه به په دوبۍ کې د دريوؤ ورځو پاتې کيدو وروستو داکتوبر په 21مه نيټه لاهور ته ځي.

سرچينې وائي چې نوازشريف به داکتوبر په ٢١مه دمسلم ليگ(ن) له کارکنانو اؤ خبريالانو سره دبۍ څخه پاکستان ته ځي.

د پخواني وزيراعظم نواز شريف خصوصي الوتکه به دوبۍ نه اسلام اباد ته رسي او نيم ساعت وروستو به لاهور ته رسيږي چرته به چې پخوانى وزيراعظم په مينار پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي.

د نوازشريف په بيرته ستنيدو د ممکنه قانوني کارروايۍ په اړه د مسلم ليګ نون مشر اسحاق ډار وايي چې د ميا نواز شريف د بيرته ستنيدو په مهال د نيول کيدو چانس نشته، هغه به په حفاظتي حراست او ټرانزټ ضمانت اخلي.

ده ووئيل په ټاكنو كښې به د “معيشت بحالۍ غوره انتقام” د مسلم ليګ (ن) داستان وي، د عمران پراجېكټ د كردار په اړه د حقيقت كمېشن زمونږ ايجنډا كښې شامله ده۔

د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار ويلي دي چې هيڅ داسې اقدام نه غواړي چې د انتقام بوی راشي.

ياده دې وي چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د نواز شريف د واپسۍ په شيډول کښې کوم بدلون نه دے راغلے او هغه به د اکتوبر په 21مه نيټه پاکستان ته رسيږي او په مينار پاکستان کښې به يوې جلسې ته وينا کوي۔

Leave a reply