د سکهر حیدر آباد موټروے کرپشن کیس کښې مهم پرمختګ شوی دی، د پخوانی ډی سی مٹیاری عدنان رشید او اسلم پیرزاده خلاف د کرپشن ثبوتونه ترلاسه شوی دی.

0
162

باغي ټي وی رپورټ

د نیب چارواکو وینا ده چې د کرپشن په تور د نیول شوؤ دوه ملزمانو موبائل ایس ایم ایس، وائس ریکارډ میسج او کال ډیټا فارنزک رپورټ مخې ته راغلی دی.

د نيب چارواکو وئيلي دي چې د نيول شوي ملزم د موبائل فون نه د کرپشن د پيسو د تقسيم ثبوتونه ترلاسه شوي دي۔

د سکهر حیدراباد موټروے کرپشن کیس کښې نیول شوی دوه ملزمان د پخوانی ډی سی عدنان رشید او اسلم پیرزاده نواب شاه او د ماتیاری سیاسی شخصیتونو سره په رابطه کښې وو.

ياده دي وي چي د ايم 6 موټروے منصوبې لپاره نيشنل هائي وے اتهارټي د زمکو د اخستلو لپاره ډپټي کمشنر مٹیاري او نوشهروفيروز ته د 7 ارب 71 کروړه 16 لاکه روپو نه زيات فنډز جاري کړي وو ولي د قواعدو خلاف ورزي شوي وه۔ د ځمکې د اخیستلو په برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

ډپټي کمشنر نوشهروفيروز تاشفين عالم چې د 3 ارب 61 کروړه روپو نه زياتې روپۍ ترلاسه کړي په بهرنۍ الوتکه کې آذربائيجان ته تښتيدلي دي.

بل اړخ ته د ډپټي کمشنر مٽياري تر څارنې لاندې چې د 4 اربه روپو نه زياتې روپۍ ترلاسه شوي د 2 اربه روپو نغدې روپۍ واپس اخستلې شوې ولې تور لګولې شوې چې زمکه نه ده اخستل شوې۔

د سندهـ حکومت د کرپشن د تورونو پلټنو لپاره کميټي جوړه کړې وه او د کرپشن په ضد سندھ هم مقدمې درج کړې وې۔

Leave a reply