محمود خان اڅکزی پاکستاني چارواکو ته: افغانان د تفریح ​​لپاره نه دي راغلي، مه یې اخراجوئ

0
208

هغه نړیوالو قوانینو ته په اشارې سره وویل، هېوادونه باید په داسې سختو شرایطو کې افغان کډوالو ته پناه ورکړي او ملاتړ یې وکړي.

ښاغلي اڅکزي د شنبې په ورځ (۱۵میزان) په کوټه کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: “په تېرو څلورو لسیزو کې افغانانو د پاکستان په پرمختګ او بیارغونه کې رغنده رول لوبولی او هېڅ دولتي چارواکی او یا پاکستانی وګړی له دې حقیقت سترګې نه شي پټولی.”

(2023 / 10 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، افغانان پاکستان ته د تفریح ​​لپاره نه دي راغلي، خو د افغانستان وضعیت دوی کډوالۍ ته اړ کړي دي.

محمود خان اڅکزي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي باید توقیف نه شي؛ دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه نړیوالو قوانینو ته په اشارې سره وویل، هېوادونه باید په داسې سختو شرایطو کې افغان کډوالو ته پناه ورکړي او ملاتړ یې وکړي.

ښاغلي اڅکزي د شنبې په ورځ (۱۵میزان) په کوټه کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: “په تېرو څلورو لسیزو کې افغانانو د پاکستان په پرمختګ او بیارغونه کې رغنده رول لوبولی او هېڅ دولتي چارواکی او یا پاکستانی وګړی له دې حقیقت سترګې نه شي پټولی.”

اړوند موضوعات:

محمود خان: پر پاک–افغان پوله اغزن تار تېرول ګټه نلري

هغه د طالبانو او پاکستان تر منځ د کړکېچ د هواري لپاره له چین څخه وغوښتل چې د یوه “منځګړيتوب” په توګه د “پخلاینې” لپاره لاره ومومي.

Leave a reply