نگران وزيراعظم انور حق کاکړ وئيلي دي چې د اسرائيل او فلسطين د شخړې حل دوه رياستي فارمول دي چې پخپله فلسطينيان هم غواړي او له دې وروستو په مينځني ختيز کې ثبات راتللى شي.

باغي ټي وی رپورټ
په ټاک شاک پروګرام کې اعزاز سید او عمر چیمه سره د مرکې په مهال هغه واضحه کړه چې د دوه ریاستونو حل په دې معنا نه دی چې اسرائیل د یو جلا ریاست په توګه په رسمیت وپیژني.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي وو، چې پاکستان په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ او د بې ګناه خلکو پر وژل کېدو ژوره اندېښنه لري.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني پر ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې لیکلي، چې په اوسنیو حالاتو کې له فلسطینیانو سره پیوستون ولاړ دی او د غاصب صهیونیسټي پوځیانو د تشدد او ظلم د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي.
جلیل عباس جیلاني زیاته کړې، چې د یو باثباته او خپلواک فلسطیني دولت جوړول د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو او د ۱۹۶۷ کال د مخه د سرحدونو پر بنسټ اړین دي.
دبهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني وويل نړيواله ټولنه دې دجګړې دختمولو او دملکي وګړو دژغورنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، نړيواله ټولنه دې په مينځني ختيځ کې دتل پاتې سولې لپاره مداخله وکړي.
د یادولو وړ ده چې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس لخوا په اسراییلو باندې د ځمکې، سمندر او سمندر له لارې په بریدونو کې د یو افسر او ۵۰ صهیونیسټي پوځیانو په ګډون تر ۷۰۰ زیات اسراییلیان وژل شوي او تر ۲۲۰۰ زیات ټپیان شوي او تر سلو زیات یرغمل شوي دي. هوا
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو په بریدونو کې د ۷۸ ښځو او ۴۱ ماشومانو په ګډون ۴۱۳ فلسطینیان شهیدان شوي او د ۱۲۱ فلسطینی ماشومانو په ګډون له ۲۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.






