اسلامی امارت شرطونه پوره کړي، باید په رسمیت اوپيژندل شي: ذبیح الله مجاهد

0
147

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د طلوع نیوز سره په یو ځانګړې مرکه کښې ویلي دي چې امریکایا او په کابل کښې پخواني حکومت دوی سره د امن د خبرو نه پس ژمنې ماتې کړي .

مجاهد په دې مرکه کښې اوویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه پس په افغانستان کښې جنګ ختم شوې دې او وس د بهرنیو د ځواکونه د وتلو نه پس امن راغلې دې.
د اسلامی امارت نامه ټولو د اسلامی امارت مشرانو او جهاد کوونکو خوښه ده او افغانان دې سره کومه ستونزه نه لري، د اسلامی امارت په رسمیت پیژندلو په حمایت کښې مجاهد اوویل چې مونږ په افغانستان کنټرول لرو او دلته ادارې لرو چې کار ی پیل کړې دې نو دغسې حق لرو چې په رسمیت اوپیژندل شو.
یاده دې وی چې په ۱۵ اګست د اسلامی امارت په ټول افغانستان کښې کنټرول راغې ، په ۶ ستمبر کال ۲۰۲۱ د افغانستان نوی حکومت اعلان هم شوې خو تراوس د امارت اسلامی افغانستان حکومت نړۍ په رسمي توګه نه دې پیژندلې او د امریکا او نړیوالو مالي بانک له اړخه په افغانستان اقتصادي بندیزونه هم لګیدلي دي.
د چین او روس له طرف نه داسې راپورونه چاپ شوي چې دې ستونزې د اشاره ورکوي او د نړۍ نه هم غواړي چې د اسلامی امارت حکومت په رسمیت اوپیژندل شي خو تراوسه پورې ی د اسلامی امارت په رسمې توګه تسلیمولو او پیژندلو اعلان نه دې کړې.

Leave a reply