د مسلم ليګ ن مشر او پخواني دفاع وزير خواجه اصف د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د روان تاوتريخوالي په اړه خپل نظر څرګند کړ او ويې ويل چې اسرائيل يو ځل بيا ثابته کړه چې د غربي امپرياليزم پټنځايونه دي.

0
69

باغي ټي وی رپورټ

د مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف په سوشل میډیا د یو بیان په خپرولو سره لیکلي چې اسرائیل یو نسل پرست ریاست دی چې د فلسطینیانو د تباه کولو هوډ لري.

هغه وویل چې د سولې لپاره د فلسطین د ۱۹۶۷ مخکینۍ پولې بحالول اړین دي.

خواجه اصف په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې فلسطینیانو په خپله خاوره کې د ازادۍ او په سوله کې د ژوند کولو حق کارولی دی.

بايد يادونه وشي، چې پر اسراييلو د فلسطيني مقاومت غورځنګ حماس په بريدونو کې د يوه لوړ پوړي پوځي ډګروال په ګډون د وژل شويو اسراييليانو شمېر له ۵۰۰ اوښتی او تر ۱۸۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

بلخوا عربي رسنۍ وايي، چې د حماس په بریدونو کې د اسرائیلي پوځ له لوري د ۲۰۰ اسرائیلو وژل کېدل تایید شوي دي.

Leave a reply