د بهرنيو چارو سرپرست وزير جليل عباس جيلاني وايي، پاکستان په منځني ختيځ کې د زياتېدونکي کړکېچ او د بې ګناه خلکو پر وژل کېدو ژوره اندېښنه لري.

باغي ټي وی رپورټ
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني پر ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې لیکلي، چې په اوسنیو حالاتو کې له فلسطینیانو سره پیوستون ولاړ دی او د غاصب صهیونیسټي پوځیانو د تشدد او ظلم د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي.
جلیل عباس جیلاني زیاته کړې، چې د یو باثباته او خپلواک فلسطیني دولت جوړول د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو او د ۱۹۶۷ کال د مخه د سرحدونو پر بنسټ اړین دي.
د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، نړیواله ټولنه دې د جګړې د پای ته رسولو او د هېوادوالو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي، نړیواله ټولنه دې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره بېړنۍ مداخله وکړي.
بل خوا د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په تیمرګرده کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې اسراییل د ظلم او وحشت نوې کیسه جوړوي، په ملګرو ملتونو کې دې خپل غږ پورته کړي.
بايد يادونه وشي، چې پر اسراييلو د فلسطيني مقاومت د تنظيم حماس په بريدونو کې د يوه جګپوړي پوځي ډګروال په ګډون د وژل شويو اسراييليانو شمېر له ٥٠٠ اوښتى او له ١٨٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.






