باغي ټي وی رپورټ
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره د خبرو په وخت هغه وويل کوشش کوي چې د نواز شريف په استقبال کښې کومه قانوني نيمګړتيا نه وي.
ده ووئيل د مريم نواز او ريټائرډ كېپټن صفدر بري ته په پام سره د نواز شريف د ضمانت چانسونه روښانه دي۔
ياده دې وي چې له دې وړاندې د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو چې دا پوښتنه بايد تکرار نه شي چې نواز شريف راځي که نه، د هغه په ستنېدو کې کوم قانوني خنډ نشته.
د لاهور په ماډل ټاون کې د خبري غونډې په مهال شهباز شريف وويل چې قانوني ماهرانو نواز شريف ته وطن ته د ستنېدو زرغون سگنل ورکړی دی، هغه به په ۲۱م اکتوبر راځي او د پاکستان مينار ته به جلسې ته وينا کوي.
ده ووئيل چې هغه او نوازشريف د اكتوبر په 12مه نېټه د څو مياشتو لپاره غائب وو٬ مونږ په GHQ حمله نه ده كړې۔










Leave a Reply