د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د زمزم په کوڅه کې له يوې بنګلې څخه د انساني کنکال تر موندل کېدو وروسته اړوندو ادارو پلټنې پيل کړې دي.

باغي ټي وی رپورټ
د کلیفټن د پولیسو په وینا، د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې د موندل شوي انسان جنس نه دی مشخص شوی.
پولیس وايي، موندل شوی مړی یې د پېژندنې او طبي راپور لپاره روغتون ته لېږدولی دی.
د پولیسو په وینا دغه بنګله له تېرو ۷ میاشتو راهیسې بنده ده او د محمد احمد اسلم په نوم د یوه کس ملکیت دی.
پوليس وائي چي محمد احمد اسلم دغه بنګله د جائيداد خرڅولو په مقصد اخستي وه۔






