د مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز وايي نواز شريف به د اکتوبر په ٢١مه د پاکستان د پرمختګ ويژن ورکوي.
باغي ټي وی رپورټ
لاهور کې د اقلیتي څانگې غونډې ته په وینا کې مریم نواز ویلي چې د اکتوبر په ۲۱مه به غیر مسلم پاکستانیان په منار پاکستان کې د نواز شریف سره د روشن پاکستان د جوړولو خبره تکراروي.
ده ووئيل اوس به منار پاكستان ته د اقتصادي ازادۍ وركولو لپاره يو بل تاريخي عزم كوي۔
مريم نواز وئيلي دي چې دجرانواله په پيښه کې ککړ ټولو عناصرو ته دې سزا ورکړل شي، مسيحي ټولنې ته چې دکورونو نه بهر پاتې کيدل زمونږ دټولو دپاره ډير افسوسناک او دشرم وړ دى.
بل خوا شهباز شريف د لاهور او پنجاب د سوداګرو اتحاديې له چارواکو سره په خبرو کې ويلي، چې (ن) ليګ (ن) ليګ تل د سياست پر ځای رياست ته لومړيتوب ورکړی، نواز شريف به د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اجنډا ورکوي.
ده ووئيل د پي ټي آئي درې پخواني غړي صوبائي اسمبلۍ (ن) ليګ كښې شامل شوي دي٬ پخوانې ايم پي اے ميا انتظار بهټي٬ ميا حسن بهټي او نګهت انتظار به اوس د نواز شريف هركلې كوي۔